Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

هغوئي په سوونو کتابونه ليکلي دي، په ديني موضوعاتو کښې به داسې کم عنوانات وي په کومو چې به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کتاب نه وي، * يعنې په علمِ تفسير باندې د هغوئي کتابونه دي * په علمِ حديث باندې هغوئي ډير کتابونه ليکلي دي * د تَصَوُّف او د آخرت د فِکر وغيره په عنواناتو باندې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کتابونه ليکلي دي * په فقه باندې د هغوئي کتابونه دي * غرض تقريباً په هر عنوان باندې د هغوئي څه نا څه کتاب، څه نا څه رساله عموماً ميلاويږي.   

امام سيوطي او د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د والدينو خدمت

* د تصنيف او تاليف په ميدان کښې يو ډير اهم کار کوم چې هغوئي کړے دے، هغه د هغوئي 6 رسالے دي، په کومو کښې چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا ثابت کړي دي چې د خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والدينِ کريمَين مسلمانان وو. بعضې خلق وو چې مَعَاذَ الله! د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والدين به ئې مسلمانان نه ګڼل، کيدے شي چې امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وړومبے شخصيت دے، چا چې په دې موضوع باندې باقاعده کتابونه اوليکل او بيا ئې يو دوه نه بلکه پوره 6 رسالے اوليکلې او په هغې کښې ئې د قرآن او حديث په رڼا کښې د مضبوطو دليلونو سره دا ثابت کړل چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  نه تر د حضرت عبد الله او آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما پورې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نسب کښې چې څومره نارينه او څومره زنانه دي، ټول په ټوله مسلمانان، نيک، عبادت ګُزاره، پرهيزګاره او د خپل خپل وخت د اوچتې مرتبے والا شخصيات وو.

کوم اسلامي وروڼه چې د عربئ په لوستلو باندې پوهيږي، هغوئي له پکار دي چې د