Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

حاصلول، کوم يو راوي ضعيف دے، کوم يو صحيح دے وغيره معلومول، امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د دې ټول تفصيل سره دوه لاکهه حديثونه په يادو ياد وو او شوق ته ئې اوګورئ! فرمائي: که نور ميلاو شوے وے نو ما به هغه هم ياد کړے وے. امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د دې شوق او محنت بدله څه ميلاو شوه؟ واورئ!

د بارګاهِ رسالت نه ورته لقب عطا شو

د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کتاب دے: جَمْعُ الْجَوامِعْ. په دې کتاب کښې امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثونه راجمع کړي دي. امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل ما ته په خوب کښې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو نو ما د خپل کتاب جَمْعُ الْجَوامِعْ ذِکر اوکړو او عرض مې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا زه د دې کتاب نه [تاسو ته] څه واورووم؟ خوږ آقا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: واوروه! اے شَیْخُ الْحَدیث...! 

امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د خوږ آقا، د دواړو جهانونو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته شَیْخُ الْحَدیث فرمائيل دا داسې زيرے دے کوم چې ما ته دنيا او څه چې په دنيا کښې دي، د دې ټولو نه زيات خوښ دے. ([1])

لقب سچّا ملا سرکار سے شیخ الحدیث ان کو

بڑے ہی ذِی شرف اور باسعادت تھے جلالُ الدِّین

د حديثونو لوستلو فضيلت


 

 



[1]... اَلنُّوْرُ السَّافِر، صفحہ:91۔