Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
اوکړي، کيدے شي چې په خوب کښې ئې تشريف راوړي، آيا مونږ د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار په ارمان کښې په سنتو باندې عمل کوو؟ * په تقویٰ اختيارولو * خپل نظر د ګناهونو نه بچ ساتلو سره * د غيبت، چغلئ وغيره ګناهونو نه د بچ کيدو په برکت سره * د دين په خدمت کولو سره * د دين په لاره کښې د قربانو ورکولو سره * د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار په طلب کښې د اوښکو توئيولو سره اميد کيدے شي چې محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به کرم اوفرمائي، په خوب کښې به تشريف راوړي، اوس سُوال دا دے چې مونږ د خپلو نورو ارمانونو پوره کولو د پاره شپه ورځ محنت کوو، نو آيا د دې ارمان د پاره مو هم چرته محنت کړے دے؟ د ديدار نعمت ورکول يا نه ورکول دا د هغوئي سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوښه ده، زمونږ د طرف نه خو طلب پوخ پکار دے، که څوک کور ته رابلل وي که هغه راځي او که نه، انسان د کور د صفائيئ خيال خو ساتي چې پته نه لګي څه وخت هم راتلے شي، که محبوبِ عالي شان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړي او که نه ئې راوړي، دا د هغوئي خوښه ده، مونږ له خو پکار دي چې زړه او سترګې د هغوئي په لارو کښې خورې ساتو، خپل زړه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عشق، د هغوئي د سنتو په محبت ښائسته ساتو. خو افسوس! مونږه دا هم نه شو کولے...!! کاش چې مونږ ته د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار شوق رانصيب شي. سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
لطف اُن کا عام ہو ہی جائے گا شاد ہر ناکام ہو ہی جائے گا
جان دے دو وعدۂ دیدار پر نقد اپنا دام ہو ہی جائے گا