Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
جنہیں بھاتی تھی آقا کی زیارت! تھے جلالُ الدِّین
الله! الله! اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! امام جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د دې عظيم نعمت څومره قدر کولو، د وخت د بادشاه له طرفه دباؤ اچولے کيږي، د نقصان رسيدو هم ويره ده، د دې باوجود هغوئي د سلطان خوا له تلل منظور نه کړل، ولې؟ ځکه چې په حديثونو کښې عالـمان د بادشاهانو د خوشامَدو نه منع کړے شوي دي، امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ويريدلو چې هسې نه زه د حديثِ پاک د مخالفت کولو په وجه د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار نه محرومه نه شم...!!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته زمونږ د پاره هم يو سبق دے، تقريباً هر مسلمان کوم چې عاشقِ رسول دے، د هغه په زړه کښې خو دا ارمان وي چې کاش! په خوب کښې سهي، خو چې د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار رانصيب شي. د سوچ خبره دا ده چې مونږ د خپل دې ارمان د پاره څومره محنت او کوشش کوو؟ يقيناً دا زمونږ په اختيار کښې نه دي، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې چا له غواړي، د ديدار نعمت ورعطا کړي خو لږ غور اوکړئ! زمونږ چې د خپل کور جوړولو، د ګاډي اخستلو يا د يو څو زرو روپو د موبائل اخستلو ارمان وي نو بعضې وخت خلق يوه يوه روپئ جمع کوي، د دې د پاره محنت کوي، که بعضې لوئي ارمانونه وي نو شپه ورځ هم يو کړے شي، لږ سوچ خو اوکړئ آيا مونږ د خپل دې ارمان د پاره هم څه محنت کوو؟ * په کثرت سره د درود شريف لوستونکي په باره کښې زيرے دے چې هغه ته ديدارِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نصيب کيږي، آيا مونږه په کثرت سره درود شريف لولو؟ * په سنتو باندې د عمل کوونکي په باره کښې اُميد دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغه باندې کرم