Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير فکر مند اوسيدلو او که د دې د پاره به قرباني ورکول وو نو د دې نه به هم نه پشا کيدلو.

هم دا وجه وه چې هغوئي به د بادشاهانو دربار ته تلل نه خوښول، سلطان قَانصُوه غوري چې د هغه وخت بادشاه وو، هغه ډير کوشش اوکړو چې هغوئي د هغه دربار ته تشريف راوړي، د دې د پاره سلطان سخت انداز هم اختيار کړو خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه دربار ته لاړ نه شولو، امام صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امام سُيُوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عقيدت مند دے، هغوئي فرمائي: يوه ورځ ما عرض اوکړو چې تاسو د سلطان غوري سره د ميلاويدو د پاره تشريف ولې نه وړئ؟ په دې باندې هغوئي اوفرمائيل: نن خو مو دا خبره اوکړه، د نن نه پس چرې هُم دا خبره مه کوئ، بيا هغوئي د يو روايت حواله ورکړه او اوئې فرمائيل: د يو صحابي (چې نوم ئې عِمران بن حُصَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے، د هغوئي) خوا ته به فرښتے حاضريدلې او سلام به ئې کولو، يو ځل هغوئي په څه مرض کښې ګرفتار شولو او هغوئي د سخت ضرورت په وجه داسې علاج اوکړو کوم چې د تَوَکُّل خلاف دے او د هغې نه په حديثِ پاک کښې منع راغلې ده، د هغه ورځې نه د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا ته فرښتو حاضريدل او سلام کول بند کړل.

د دې روايت اورولو سره امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زه ويريږم چې هسې نه زه د سلطان خوا له لاړ شم او د دې په سبب د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار نه محرومه کړے شم. ([1])

سبھی دنیا و مافیہا سے بڑھ کر قدر و قیمت میں


 

 



[1]... بَہْجَۃُ الْعَابِدِین، صفحہ:155 خلاصۃً۔