Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
کښې يو ډير لوئي نعمت د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار هم دے. آو جي! امام جلال الدين سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه د اوچتې مرتبے والا شخصيت دے، چا ته چې په خوب کښې نه بلکه په ويخه 77 کرته د خوږ آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شوے دے. ([1])
فنا تھے عشقِ سرور میں وہ اس درجہ کہ کثْرت سے
نظر سے صاف کر لیتے زیارت تھے جلالُ الدِّین
کئی کرتے ہیں خوابوں میں نظارے پیارے آقا کے
جو سر کی آنکھ سے کر لیں زیارت! تھے جلالُ الدِّین
سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره ښکلے شان دے د امام جلال الدين سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! يقيناً په خوب کښې هم د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب کيدل معمولي خبره نه ده، ډير لوئي انعام دے، دا هٰغه انعام دے چې عاشق د دې د موندلو د پاره خپل سر قربانولو ته هم تيار وي. عظيم عاشقِ رسول، مولانا جامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يو فارسي شعر کښې عرض کوي: چې د هغې مفهوم دا دے: يا رسولَ الله! که تاسو د دې مسکين کور ته تشريف راوړئ نو زه به ستاسو په نعلين شريفين (يعنې مبارک پيزار) باندې خپل ځان قربان کړم.
اگر میں خواب میں دیدار پاؤں لپٹ قدموں سے بس قربان جاؤں([2])
غرض دا چې د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار هٰغه عظيم نعمت دے چې د دې د پاره عاشقان بے قراره اوسي، اوښکې توئيوي، ژاړي غمژن اوسي خو د امام سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قسمت ته اوګورئ! هغوئي ته په خوب کښې نه بلکه په ويښه، په