Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا 6 رسالے ضرور اولولي. او چا له چې عربي لوستل نه ورځي د هغوئي د پاره هم زيرے دے چې دعوتِ اسلامي ”آخری نبی کے والدین کریمین‘‘ په نوم په اُردو ژبه کښې يو جامع کتاب په خپل ويب سائټ باندې اپلوډ کړے دے. د www.dawateislami.net نه دا کتاب ډاؤن لوډ کړئ! اوئې لولئ! او ايمان تازه کړئ!

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د کتاب اوريدو د پاره به اجتماعات راجوړيدل

    خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاک دا هم لوئي کرم وو چې د هغوئي کتابونه د هغوئي په ژوند مبارک کښې په مشرق او مغرب کښې خوارۀ شوي وو، خلقو به ډير په شوق سره د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کتابونه لوستل، د دې کاپيانې به ئې جوړولې او وړاندې به ئې رَسَوَل، خلقو د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره دومره عقيدت لرلو چې په خپلو خپلو علاقو کښې به ئې اجتماعات منعقد کول او د باقاعده اهتمام سره به ئې خلق راجمع کول او د هغوئي کتابونه به ئې لوستل او اورول. ([1])

د تُورې کار په ليکلو اوشو

ولې چې امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه متقي، پرهيزګاره او باعمله عالمِ دين وو، ځکه د هغوئي په قلم کښې ډير اثر وو، يو ځل د افريقے سره نزدې په يو اسلامي ملک کښې بعضې خلقو د سلطان خلاف بغاوت اوکړو، سلطان د بغاوت ختمولو ډير کوشش اوکړو خو ناکامه شو، آخر د هٰغه ځائے خلق د امام جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شول، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د بغاوت کوونکو د پاره يوه رساله اوليکله او


 

 



[1]... بَہْجَۃُ الْعَابِدِین، صفحہ:166 خلاصۃً۔