Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
نيکئ دعوت قبول کړو او په مدرَسَۃُ الْمَدینه بالِغان کښې مې شرکت شروع کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې په برکت ما د تجويد سره قرآنِ کريم زده کړو او فيشن پرستي مې پريښودله او په سُنَّتو عمل کوونکے جوړ شوم.
یہی ہے آرزُو تعلمِ قرآں عام ہو جائے تلاوت کرنا صُبح وشام میرا کام ہو جائے
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيل: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([2])
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: ❶: ولیمه کوئ اګر که په يوه چيلئ وي ([3]) ❷: بد خوراک د هٰغې وليمے دے په کومه کښې چې مالداره را اُوبللے شي او غريبانان پريښودے شي. ([4])