Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
اے عاشقانِ رَسُول! وليمه کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ده * زمونږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به وليمه کوله * د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت صفيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها سره د نِکاح کولو په وخت خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وليمه کښې په خلقو حَرِيسه اوخوړله. ([1]) د حَرِیْسه وضاحت: د کجورو، کوَچو، چوارو او غوړو ګډ وَډ تيار کړے شوي خوراک ته حَرِيسه وئيلے شي، د دې ډير قِسمونه دي او په مختلفو طريقو جوړولے شي. *دغه شان د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت زينب رَضِىَ اللهُ عَـنْها د نِکاح په وخت رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وليمه کښې يوه چيلئ (بيزه) ذبح کړه، دا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له خوا په شوو وليمو کښې د ټولو نه غټه وليمه وه. ([2])
د وليمے د دعوت په باره کښې مدني ګلونه: * وليمه د نارينه د حيثيت مطابق ده، مثلاً که غريب وي نو د خپل حيثيت مطابق دې وليمه اوکړي، مالداره دې ئې د خپل حيثيت مطابق کوي ([3]) * وليمه د واده د شپې نه پس کول سُنَّت ده، بعضې خلق د نِکاح نه مخکښې وليمه کوي، په داسې کولو به سُنَّت نه ادا کيږي. * د وليمے دعوت قبلول سُنَّت عمل دے، البته چې د کومې وليمے يا دعوت په باره کښې معلومه وي چې هلته به د ګناه کارونه (مثلاً سندرې ګډاګانې، يا زنانه او نارينه يو ځائے) وي هلته مه ځئ. ([4])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصّه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري