Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

تربيت ته ئې خاصه توجُّه ورکړه. ([1])

د مجذوب بزرګ دعا

د امام سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په علاقه کښې يو مجذوب بزرګ اوسيدو، د هغوئي نوم شيخ محمد وو. ولې چې د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم او د هغوئي ټول کور والا عاشقانِ اولياء وو، ځکه ئې د شيخ محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې د حاضرئ معمول وو، امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه لا وړوکے ووم، لا والد صاحب مې هم ژوندے وو، يوه ورځ زه د شيخ محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر کړے شوم، هغوئي زما د پاره د برکت دعا اوفرمائيله. ([2])

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه چې خپل بچي د اوليائے کرامو او نيکانو خلقو خوا له بوتلل، د هغوئي نه د بچو د پاره د برکت دعا اخستل د مسلمانانو زَړه طريقه ده او د دې ډير برکتونه نصيب کيږي، اوګورئ! د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره په يو مجذوب بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دعا اوکړے شوه نو د دې څومره برکتونه ظاهر شول، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوچتې مرتبے ته اورسيدو.

بي بي اُمِّ سُلَيم د ځوئي د پاره د دعا عرض اوکړو

ياد ساتئ! خپل اولاد د نيکانو خلقو خوا له بوتلل يا د هغوئي د پاره د برکت دعاګانې اخستل د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سنت دي. عام طور به صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان خپل بچي بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته راوستل او د دعاګانو درخواست به ئې کولو.


 

 



[1]... اَلْکَوَاکِبُ السَّائِرَہ، جز:1، صفحہ:227 ملتقطًا۔

[2]... حُسْنُ الْمُحَاضِرَۃ فی تاریخ مصر و القاہرہ، جلد:1، صفحہ:336۔