Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
وي، اوليائے کرام هغه په يو څو منټو کښې کوي. د داسې قسم کرامت ذکر په قرآنِ کريم کښې هم شته، په 19 [نولَّسمه] سيپاره، سُورۀ نمل کښې ذِکر دے چې مَلِکه بلقيس د الله پاک د نبي حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام په خدمت کښې د حاضرئ د پاره د سَبَا مُلک نه روانه شوه، حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام ته د دې خبر اوشو نو خپلو درباريانو ته ئې اوفرمائيل:
یٰۤاَیُّہَا الۡمَلَؤُا اَیُّکُمۡ یَاۡتِیۡنِیۡ بِعَرۡشِہَا قَبۡلَ اَنۡ یَّاۡتُوۡنِیۡ مُسۡلِمِیۡنَ (۳۸) (پارہ:19، النمل:38)
اے درباريانو! تاسو نه څوک دے چې د هغوئي د فرمانبرداره راتللو نه مخكښې د هغې تخت زما خوا ته راوړي.
حضرت آصَف بِن برخيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې د حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام وزير وو، هغوئي ته اسمِ اعظم معلوم وو، هغوئي عرض اوکړو:
اَنَا اٰتِیۡکَ بِہٖ قَبۡلَ اَنۡ یَّرۡتَدَّ اِلَیۡکَ طَرۡفُکَ ؕ (پارہ:19، النمل:40)
زه به هغه ستاسو دربار ته ستاسو د سترګې رپولو نه مخكښې راوړم.
حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام چې سترګې پټې کړې او بيا ئې اوغړولې نو تخت ئې مخې ته موجود وو، په سوونو ميلونو لرې نه د سترګې په رَپ کښې د ملکه بلقيس انتهائي وزن دار تخت راوړل او د حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام په خدمت کښې وړاندې کول، دا د طَـیُّ الْاَرْض (يعنې د زمکې راټوليدلو) مثال دے.
زمیں ان کے لئے فورًا سمٹ جاتی تھی جب چلتے
مُقَرَّب تھے خُدا کے ذِی وجاہت تھے جلالُ الدِّین
نہیں اس میں کوئی شک تھا یہ حکمِ رَبّ سے ہی سب کچھ