Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

یادِ ابرو کر کے تڑپو بلبلو!        ٹکڑے ٹکڑے دام ہو ہی جائے گا([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د امام سُيُوطِي د حديث د عِلم سره شوق

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د امام جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ دين سره ډير شوق وو، هغوئي به ډير کتابونه لوستل، ډير په شوق سره به ئې علمِ دين زده کولو هم او نورو ته به ئې د علم دين خبرې رسولې هُم. هغوئي په علمِ تفسير، علمِ حديث، علمِ فقه او علمِ لُغَت وغيره علومو کښې کامِل مهارت لرلو. د علم په ميدان کښې چې کومه لويه درجه ده، هغه د مُجتَهِد ده او امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ډيرو علومو کښې د مجتهد درجے ته رسيدلے وو. امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خصوصيت سره د خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حديثونو لوستلو ډير شوق لرلو. هغوئي د حديثِ پاک ډير کتابونه هم ليکلي دي او حديثونه به ئې زباني هم يادول. هغوئي فرمائي: ما ته په مخ د زمکه دوه لاکهه حديثونه ميلاو شول، ما هغه ټول ياد کړل، که نور ميلاو شوے وے نو هغه به مې هم ياد کړي وے. ([2])

کلامِ مصطفےٰ سے اس قدر تھی انسیت اُن کو

جو پڑھتے یاد کر لیتے روایت تھے جلالُ الدِّین

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اولګوئ! دا څومره د محنت کار دے، حديثونه، د هغې د راويانو نومونه، بيا د هر يو راوي په باره کښې معلومات


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:40 ،41 ملتقطًا۔

[2]... اَلْکَوَاکِبُ السَّائِرَہ، جز:1، صفحہ:229۔