Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

هغوئي له ئې ورکړه، هغه خلق چې لاړل او د هغه بغاوت کوونکو په مخکښې ئې څنګه هغه رساله اولوستله نو هغه ټول د بغاوت نه پشا شول. ([1])

الله! الله! څومره ښکلے شان دے د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ....!! د وخت بادشاه چې کوم کار په توره نه اونکړے شو، امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه کار په کتاب باندې اوکړو.

د اميرِ اهلسنت د رسالو مدني سپرلے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په اوسني دور کښې الله پاک په شيخ طريقت، اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه باندې هم ډير لوئي کرم کړے دے، د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان هغوئي هم د تصنيت او تاليف ډير شوق لري او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغوئي په قلم کښې هم الله پاک اثر اچولے دے، د هغوئي د ديني رسالو او کتابونو لوستلو سره د لکونو خلقو په ژوند کښې انقلاب راغلے دے. د يُو پي‘‘ هندوستان واقعه ده، يو کَس کوم چې مسلمان نه وو او د مسلمانانو نه به ئې ډير نفرت کولو. د هغه بخت رابيدار شو او هغه له د څه ځائے نه د اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله ”احترامِ مسلم‘‘ په لاس ورغله. هغه چې کله دا رساله اولوستله نو حيران پاتې شو چې زه د کومو مسلمانانو نه نفرت کووم، د هغوئي مذهبِ اسلام څومره ښکلے دے، بس د دې رسالے لوستلو سره د هغه په زړه کښې د اسلام محبت پيدا شو او څو ورځې پس د هغه د يو څو اسلامي وروڼو سره ملاقات اوشو او هغه غير مسلمه د هغه اسلامي وروڼو په لاس باندې کلمه اووئيله او مسلمان شو. ([2])

لاکھوں کو سنتوں کا پیکر بنا دیا ہے                     ہے زندہ و مُسَلَّم عطّار کی کرامت


 

 



[1]... بَہْجَۃُ الْعَابِدِین، صفحہ:166 خلاصۃً۔

[2]... تعارِفِ امیرِ اہلسنت، صفحہ:24۔