Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

حديثونه راجمع کړے شوي دي) * دغه شان 40 فرامينِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم . وړه شان رِساله ده. د شيخِ طريقت اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه رساله ده: فيضانِ اهلِ بيت. په دې کښې د اهلِ بيتِ اطهار په شان کښې 40 حديثونه راجمع کړے شوي دي * دغه شان يوه رساله ده: هر صحابئ نبي! جنّتي! جنّتي! په دې رساله کښې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان په فضيلت باندې 40 حديثونه او د هغې شرح ليکلے شوې ده * يو کتاب: فيضانِ چہل احادیث دے، په دې کښې د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 40 فرامين او د هغې وضاحت موجود دے * دغه شان يو کتاب: منتخب حديثیں. د 40 حديثونو ترجمه او شرح ده *دغه شان يو کتاب: اربَعينِ حَنفِيَّه. د لـمونځ په باره کښې د 40 حديثونو مجموعه ده *دغه شان يوه رساله: احاديثِ مبارکہ کے انوار. په دې رساله کښې 30 حديثونه مبارک او د دې مختصر شان وضاحت موجود دے.

   فيضانِ حديث موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجئ په ذريعه هم په مختلف انداز کښې د نيکئ دعوت عام کولو کښې مصروفه دے، دې لړ کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو ډير ښکلے، ځانګړے او ډير ګټه ور موبائل ايپلي کيشن د فيضانِ حديث په نوم باندې جاري کړے شوے دے. په دې ايپلي کيشن کښې د حديثِ پاک ډير مشهور کتاب مِشْکٰوۃُ الْمَصَابِیْح او د دې آسانه اُردو شرح مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح د دې نه علاوه فیضانِ ریاض الصالحین، اَرْبَعِینِ حنفیه، منتخب حدیثیں او اَربعینِ نوویه هم شامل دي.

يو څو اهم خاصيتونه: * د دې ايپلي کيشن په مرسته تاسو حديثونه مبارک په کتابي