Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
حاصلولو، په هغوئي باندې کرم اوشو، الله پاک هغوئي هم برکت والا جوړ کړل. د هغوئي شاګرد شيخ عبد القادِر شاذِلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: * خلقو به د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ډير عقيدت لرلو * خلقو به د هغوئي سره داسې عقيدت او محبت لرلو لکه څنګه چې به د عالِمِ مدينه امام مالِک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره لرلے شو * خلقو به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کتابونه ډير په رغبت سره اخستل، هغه به ئې لوستل او کاپيانې به ئې ترينه جوړولې او وړاندې به ئې رَسَوَل * د خلقو د هغوئي سره تر دې حده پورې عقيدت وو چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نوم مَنَښتې به ئې کولې چې که الله پاک ما له ځوئي راکړو نو د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نسبت سره به د هغه نوم عبد الرحمان ږدم. ([1])
سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا ده د نيکانو خلقو سره د محبت او عقيدت ساتلو فائده...!! امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د نيکانو خلقو ادب کولو، د هغوئي نه به ئې برکتونه حاصلول، الله پاک هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم لوئي عالِم، فاضِل، نيک بزرګ او برکتونو والا جوړ کړو. مونږ له هم پکار دي چې د خپلو مشرانو، نيکانو خلقو، اوليائے کرامو ادب هم کوو، د هغوئي په خدمت کښې حاضري هم ورکوو او د هغوئي نه او د هغوئي د تَبَرُّکاتو نه برکت هم حاصلوو . الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
هغوئي ئې اوپيژندلو، هغوئي ئې اومنلو د غير سره ئې کار اونه لرلو
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د امام جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بَل ډير ښکلے او ايمان تازه کوونکے عادت مبارک دا وو چې هغوئي به هميشه د سرکارِ