Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

غړيدلو سترګو د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار شرف حاصل شو او يو ځل نه، بيا بيا ورته حاصل شو، 77 ځله ورنصيب شو.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

امام سُيُوطِي هم! جنّتي...! جنّتي!!

امام جلال الدِّين سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل چې کله ما ته د رسولِ ذيشان مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو نو ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا زه جنّتي يم؟ اوئې فرمائيل: آو (تۀ جنّتي ئې).

(هسې خو به جنّت ته اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! هر يو مسلمان ځي خو بعضې مسلمانان به هغه وي کوم چې به د خپلو ګناهونو د سزا خوړلو د پاره مخکښې دوزخ ته ځي، بيا به د دوزخ نه راويستلے شي او جنّت ته به اوليږلے شي). امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا زه به بغير د عذاب نه جنّت ته ځم؟ اوئې فرمائيل: لَکَ ذٰلِکَ يعنې آو! ستا د پاره هم داسې ده. ([1])

د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار شوق

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نعمت ميلاويدل هم يقيناً يو سعادت دے خو د هغه نعمت حفاظت کول لوئي کمال دے. امام جلال الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته دا نعمت حاصل وو چې هغوئي ته په ويښه د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شوے وو، چې دا نعمت په ځائے پاتې شي، د دې نه محرومي نه شم، د دې د پاره به امام


 

 



[1]... اَلْکَوَاکِبُ السَّائِرَہ، جز:1، صفحہ:229۔