Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لور مُتَوَجِّه اوسيدل، د بَل چا سره به ئې هيڅ کار نه لرلو * چا ته به ئې خپل غم او پريشاني نه بيانوله * کله چې به پرې هم څه سخته او پريشاني راتلله نو په بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې به ئې عرض کولو *علامه زکريا بن محمد شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د مبارک دَور يو عالم دين دے، هغوئي فرمائي: يو ځل زما د حکومت سره څه ضروري کار پيښ شو، زه د امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شوم او عرض مې اوکړو چې عالي جاه! (تاسو که پخپله د بادشاهانو خوا له نه ځئ نو مه ځئ خو) زما د کار د پاره يو خط اوليکئ او د خپل يو شاګرد په لاس ئې د حکومت عُهده دارو ته اوليږئ! چې زما کار اوشي، امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې نه انکار اوکړو، زه په دې ډير خفه شوم او د هغه ځائے نه لاړم، اوس لا زه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوا نه روان ووم چې هغوئي زما د واپس رابللو د پاره څوک راوليږلو [زه چې واپس ورغلم نو] يوه وړوکې شان چِيټئ ئې راکړه، په هغې کښې ليکلي وو: ما ته اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 70 کرته نه زيات ځله د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زيارت شرف حاصل شوے دے، بادشاهانو ته د وئيلو نه بهتر دي چې زه خپل حاجت د هغوئي سرکار، د دواړو جهانونو د مالک و مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې وړاندې کړم (زه بادشاهانو ته څه نه وايم، خپل حاجت په بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې وړاندې کووم)، ځکه که ستاسو په زړه کښې زما په باره کښې څه وسوسه راغلې وي نو هغه لرې کړئ! ([1])
انہیں جانا، انہیں مانا، نہ رکھا غیر سے کام لِلہِ الْحَمْد میں دُنیا سے مسلمان گیا([2])
الله پاک دې مونږ له هم داسې توفيق راکړي چې کاش! مونږ د دنيا والؤ په