Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti
له پکار دي چې مونږ په کثرت سره د درودِ پاک لوستلو عادت جوړ کړو. امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خصائصُ الکبریٰ کښې د درودِ پاک فضيلتونه هم ليکلي دي، د هغوئي د ذِکر کړے شوو حديثونو مطابق * کوم بنده چې يو ځل درود لولي، په هغه باندې 10 رحمتونه نازليږي * الله پاک او فرښتے په هغه باندې 70 کرته درود ليږي * د هغه په اعمال نامه کښې 10 نيکئ ليکلے شي * 10 ګناهونه ئې معاف کيږي * 10 درجے ئې اوچتيږي * څوک چې صرف يو ځل درود شريف لولي، د هغه 100 حاجتونه پوره کيږي * بنده چې تر څو پورې درود لولي، فرښتے په هغه باندې درود ليږي * په دنيا کښې کثرت سره درود لوستلو والا به د قيامت په ورځ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته زيات نزدې وي * کثرت سره درود لوستونکے به د قيامت د ويرو او سختو نه زر نجات حاصلوي * کوم بنده چې 10 ځله سحر، 10 ځله ماښام درودِ پاک اولولي، د قيامت په ورځ به ئې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب کيږي * څوک چې کثرت سره درود لولي، د قيامت په ورځ به د عرش په سوري کښې ځائے بيامومي * کوم بنده چې په يو کتاب کښې درودِ پاک اوليکي، تر څو پورې چې هغه درود ليکلے وي، فرښتے به د هغه د پاره د مَغفِرَت دعا کوي * په آخر کښې امام سُيُوطِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو روايت ذِکر کړے دے: الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي اوفرمائيله: اے موسیٰ! آيا تۀ غواړې چې د قيامت په ورځ ته تږے نه شې؟ عرض ئې اوکړو: آو جي! مولیٰ! زه غواړم. الله پاک اوفرمائيل: بيا زما په محبوب حضرت مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کثرت سره درود لوله! ([1])
سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! د درودِ پاک لوستلو څومره برکتونه
[1]... الخصائص الکبریٰ ، باب اختصاصہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّم بفضیلۃ الصلاۃ علیہ، جلد:2، صفحہ:453-458 خلاصۃً۔