Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

Book Name:Faizan e Hazrat Imam Jalal Uddin Suyuti

ترجمهٴ کنزُالْعِرفان : بے شکه الله او د هغه فرښتے په نبي باندې درود ليږي. اے ايمان والؤ! په هغوئي باندی درود او ډير ډير سلام اوليږئ.

امام سُيُوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي دا شرف کوم چي الله پاک خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړو، په دوو وجهو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  ته د ميلاو شوي شرف نه زيات افضل دے (1): فرښتو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  ته يو ځل سجده اوکړه خو د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا شان دے چې د شروع نه تر اوسه پورې او د اوس نه تر قيامته پورې به هُم پرې الله پاک او د هغه فرښتے درود ليږي (2): حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته سجده صرف فرښتو کړې وه خو زمونږ په آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود الله پاک هم ليږي، فرښتے ئې هم پرې ليږي او ايمان والا هم دا شرف حاصلوي. ([1])

بيا به مونږ ولې نه وايو:

سب سے اَوْلیٰ و اعلیٰ ہمارا نبی     سب سے بالا و اعلیٰ ہمارا نبی

اپنے مولیٰ کا پیارا ہمارا نبی         دونوں عالَم کا دولہا ہمارا نبی

خلق سے اَوْلیا، اَوْلیا سے رُسُل      اور رسولوں سے اعلیٰ ہمارا نبی

مُلکِ کونین میں انبیا تاجدار          تاجداروں  کا  آقا  ہمارا  نبی([2])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! دا څومره د عظيم شرف خبره ده چې کوم کار الله پاک کوي، د هغه فرښتے ئې کوي، الله پاک مونږ ته هم د هغه کار حکم کړے دے، بيا هُم که مونږ د دې سعادت نه محرومه پاتې شو يعنې په خپل آقا او مولیٰ، احمد مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درودِ پاک نه لولو نو دا څنګه د محرومئ خبره ده. مونږ


 

 



[1]... الخصائص الکبریٰ، ذکر موازاۃ الانبیاء فی فضائلہم...الخ، جلد:2، صفحہ:304، 305 خلاصۃً۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:138 ،139 ملتقطًا۔