Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
د لوستلو، د دِيني لوستلو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني مذاکره
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتِ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د نيکانو خلقو محبت پۀ زړۀ کښې د زياتولو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او د اخِرت بے شميره خيرونه به مو نصيب شي. پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني مذاکره هم ده.
شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي ضيائي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هر خالي پۀ ورځ د ماسخُتن د نـمونځ نه پس پۀ مَدَني چينل نيغ پۀ نيغه (Live) مَدَني مذاکره [يعنې د خلقو د پوښتنو د جوابونو ورکولو سلسله] فرمائي، تاسو هم پۀ مَدَني چينل باندې پۀ پابندۍ سره د مَدَني مذاکرې د کتلو او اوريدو کوشش وکړئ.
د منډي بهاؤ الدين (صوبه پنجاب، پاکستان) د اوسيدونکي د يو اِسلامي ورور د ليکلو خلاصه ده چې د دعوتِ اِسلامي ماحول ته د راتلو نه مخکښې زۀ د ګناهونو پۀ هلاکيدونکې دره کښې ورَک ووم. هر وخت به مې پۀ زړۀ او دماغو کښې د فيشن خيال وو او د نيکو نه لرې د دنيا پۀ رنګينو کښې مې ژوند بربادولو. يو ځل يو مبلغ د دعوتِ اِسلامي د لاندې پۀ آخري عشره کښې د اجتماعي اعتکاف پوره ترغيب راکړو، هم دا رنګې د الله پاک پۀ فضل او کرم سره زما د اعتکاف سعادت نصيب شو، د اجتماعي اعتکاف خوندور ماحول، زړۀ راښکونکي بيانونه، د پيشمني او روژه ماتي روحاني نظارې