Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
حکمت او نصيحت ميلاؤيږي نو اوئې لوله! که د هغې پۀ لوستلو ګمراهي راځي، بنده د نيکۍ نه لرې کيږي نو ځان ترينه بچ کړئ! (3): که د هغې پۀ لوستلو د ثواب اُميد وي نو اوئې لولئ، که د ثواب اُميد نۀ وي نو ځان ترينه بچ کړئ...!!
دا وګڼئ چې دا يوه قاعده کليه ده، مونږه د دې مخې ته پۀ کيښودو خپلې ډيرې معاملې صحيح کولے شو * پۀ موبائل باندې څۀ کتل دي او څۀ نۀ دي کتل؟ * څۀ اوريدل دي او څۀ نۀ دي اوريدل * څۀ لوستل دي او څۀ نۀ دي لوستل؟ * کوم پوسټونه کتل دي او کوم پريښودل دي؟ * کوم قِسم څيزونه لائِک کول يا فالو کول دي او کوم قِسمه څيزونه پريښودل دي، وغيره وغيره ډيرې معاملې دي، کومې چې مونږه پۀ دې اُصولو باندې تَلَلَے شو. الله پاک دې مونږ ته هميشه د صحيح څيزونو د انتخاب کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
د اوسني وخت يوه ډيره غټه مسئله
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اوسني وخت غټې غټې مسئلې د کومو پۀ وجه چې زمونږه معاشره پۀ غلطو لارو روانه ده، پۀ دې کښې يوه غټه مسئله د کتابونو نۀ لوستل هم دي. افسوس چې نن سبا د ” کتابي عِلم“ طرف ته د خلقو توجه ډيره کمه ده. عام طور د سوشل ميډيا، انټرنيټ وغيره پۀ ذريعه باندې اوريدلے شوي معلومات پۀ خلقو کښې عام کيږي، د خلقو دا ذهن جوړيږي چې که هره يوه عِلمي خبره زده کول وي، حديثِ پاک لوستل غواړې، د نـمونځ، د روژې وغيره د څۀ مسئلې نه ځان خبرول غواړې نو بس هم يوه ذريعه ده، زر انټرنيټ يا سوشل ميډيا ته لاړ شئ، سرچ کړئ او د غلط او د صحيح د پيژندلو بغير بس لولئ يـې * د علمائے کرامو هم څۀ ضرورت نشته * د مدرسو هم څۀ ضرورت نشته * بس د سوشل ميډيا پۀ ذريعه به مونږه هم پۀ خپله څيړن کار [يعنې محقق] جوړ شو. د الله پاک پناه.