Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ محفل کښې د حاضرۍ طريقه

يو بزرګ تير شوے دے: حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي مُحَدِّث هم وو، ډير لوئي عالِم هم وو، نيک او عبادت ګزار هم وو او کامِل ولي هم وو. د هغوئي معمول وو چې اکثر به پۀ تنهايۍ کښې اوسيدلو. يو ځل ترينه چا پوښتنه وکړه: عالي جاه! آيا تاسو پۀ تنهايۍ کښې نۀ ويريږئ...؟ هغوئي ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې فرمائيل: زۀ به ولې ويريږم...؟ زۀ خو د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ، اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم، د خوږ محبوب              صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ محفل کښې يم.([2])

يعنې زما عادت دے چې پۀ تنهايۍ کښې ناست يم او قرآنِ کريم، حديثونه او دِيني کتابونه لولم، داسې زۀ ډير وخت لکه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلې ښکلې خبرې زړۀ ته پۀ کوزولو کښې، د علمائے کرامو د ارشاداتو پۀ لوستلو کښې تيرووم.

جو نورِ عملی چاہیے تو کیجیے مطالعہ                                                                        ہاں معرفت بھی چاہیے تو کیجیے مطالعہ


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔

[2]... عُشَّاق الکتب ، صفحہ:160-161۔