Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

نا څۀ وخت اوباسو، بس مونږه يو، تنهائي وي او دِيني کتابونه وي * کله قرآنِ کريم او د دې تفسير لولو * کله حديثونه مبارک او د هغې شرح لولو او زړۀ ته د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرامينو نُور کوزوو * د علمائے کرامو، اوليائے کرامو ارشادات زړۀ ته کوزوو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ به مو روښانه پړقيدوکے شي او که الله پاک وغوښتل نو د دې نيک صحبت پۀ برکت به مو دُنيا هم ښه شي او اخرت به مو هم ښه شي.

نظر بھی ہو وسیع تر دماغ بھی ہو تیز تر                                                    یہ حسن و خوبی چاہیے تو کیجیے مطالعہ

جو فضل ربّ بھی ساتھ ہو ضرر نہیں ثناؔ ذرا                        رضائے ربّی چاہیے تو کیجیے مطالعہ([1])

بے فائدې څيزونه لوستل څنګه...؟

 يو غير مسلمه وو: نَضَر بن حَارِث. د مکې مکرمې اوسيدونکے وو. يو ځل دا د تجارت د پاره شام  وغيره ملکونو ته لاړو نو د هٰغه ځائے نه يـې د قيصو کتابونه راوړل. مکې مکرمې ته چې راغلو نو خلقو ته يـې هٰغه قيصې کولې او دې بد بخته به وئيل: مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) خو هم تاسو ته د (قومِ) عاد او د (قومِ) ثَمود واقعې بيانوي نو هم زۀ تاسو ته د رُستم، اِسفِنديار (وغيره د ايران د بادشاهانو) قيصې بيانووم.

يعنې دغه بد بخته هٰغه د دروغو رښتياؤ قيصې د قرآنِ کريم برابر وګرځولې. د دۀ پۀ مذَّمت (يعنې بدۍ) کښې د 21 سيپارې، د سورۀ لُقمان آيتونه نازل شول.([2])

اوس وګورئ چې * د دروغو قيصو کتابونه، ناولې ډائجسټې وغيره دلته هم لوستلے کيږي، خلق ډير پۀ شوق باندې داسې کتابونه لولي، د سورۀ لُقمان پۀ وړومبو آيتونو کښې د نَضَر بن حارِث د هٰغه قيصو د کتابونو او پۀ قرآنِ کريم کښې فرق واضحه کړے شو. 

د نَضَر بن حارِث پۀ غندنه [يعنې مذمت] کښې الله پاک فرمائي:


 

 



[1]... مُطَالعہ  کیا، کیوں اور کیسے، صفحہ:90-91 ملتقطاً ۔

[2]... تفسیر بغوی، پارہ:21، سورۂ لقمان، زیرِ آیت:6، جلد:3، صفحہ:505 مفصلًا ۔