Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
يـې عمل کولو. که هغوئي مثلاً تورات شريف لوستلے، پۀ هغې باندې يـې ځان پوهه کولے چې هُم دا مُحَمَّدِ مصطفٰے، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخري نبي دے. هُم پۀ دوئي باندې ايمان راوړل د نجات لاره ده. خو دوئي خو پۀ تورات شريف هډو پوهيدل هُم نۀ، چرې يـې برسيره کړے او کتلے هم نۀ وو. ځکه د حقيقت نه خبر نۀ شول او پۀ ګمراهۍ باندې کلک ولاړ وو. که چرې بني اسرائيلو مطالعه کولے، دِيني کتابونه يـې زده کولے، هغه يـې لوستلے نو د عِلم ژور والي ته به رسيدلي وے.
نن سبا زمونږ د دَوَر چې کوم غير مسلمه دي، د هغوئي هم دا مسئله ده، هغوئي ته چې د هغوئي مشرانو د اِسلام پۀ باره کښې څۀ وئيلي دي، کومې غلط فهميانې چې يـې د هغوئي پۀ ذهنونو کښې اچولې دي، دوئي هم پۀ هغې باندې کلک ولاړ دي. اِسلام ته نۀ رانزدې کيږي، نۀ يـې ګوري او نۀ پرې ځان پوهه کوي، ځکه د اِسلام نه محرومه پاتې کيږي. که دوئي پۀ اِسلام باندې د ځان پوهه کولو کوشش وکړي، قرآن او احاديث ولولي، د عاشقانِ رسول علمائے کرامو کتابونه ولولي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دوئي د پاره به د هدايت دروازې برسيره شي...!! او داسې کيږي هم.
يو P.H.D سکالر وو. هغۀ د رياضۍ پۀ عِلم کښې P.H.D کړې وه. وو خو هغۀ غير مسلمه. د غير مسلمو عام طور هُم د ماشومتوب نه منفي ذهن جوړولے شي، هغوئي پۀ دې پوهه کولے شي چې قرآنِ کريم ښه کتاب نۀ دے، ځکه دوئي ټول عمر نۀ قرآنِ کريم لولي او نۀ پرې ځان پوهه کوي او نۀ پۀ دوئي باندې حق واضحه کيږي. خير! دا کوم P.H.D سکالر چې وو، دۀ يوه ورځ سوچ وکړو چې قرآنِ کريم لولم، د دې نه څۀ زده کووم خو هسې هم نۀ خو پۀ دې کښې به څۀ غلطۍ راوباسم. (اَستَغفِرُ الله!)
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ قرآنِ کريم کښې خو نۀ څۀ غلطيانې شته او نۀ هغۀ راويستلے شوې، او نۀ