Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
يـې راوويستلې. بهر حال! هغۀ د غلطيانو راويستو پۀ نيت باندې قرآنِ کريم لوستل شروع کړو، لوستلو يـې، لوستلو يـې، د اَلحَمدُ نه تر وَالنَّاس پورې ورسيدو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! غلطي خو پکښې هغۀ پيدا نکړے شوه، کله چې هغۀ ټول قرآنِ کريم ولوستلو نو پۀ هغۀ باندې د حق دروازې برسيره شولې او هغۀ کلمه ووئيله او مسلمان شو.
اَہْلِ منطق سر بہ سجدہ رہ گئے پڑھ لیا جب فلسفہ قرآن کا
وضاحت: يعنې لوئي لوئي فلسفيانو، لوئي لوئي د علمونو پوهانو چې کله قرآنِ کريم ولوستلو نو هغوئي ته خپل علمونه کم پۀ نظر راغلل او هغوئي حق لاره وموندله او سر پۀ سجده شول.
د کتاب لوستلو سره يـې اِسلام نصيب شو
دا خو د قرآنِ کريم اوچت شان دے، د دې پاک کتاب مقابله خو څوک هُم نشي کولے، د الله پاک پۀ فضل، د قرآنِ کريم پۀ فيضان سره د علمائے کرامو ليکلے شوي کتابونه هم داسې دي چې که څوک غير مسلمه يـې پۀ انصاف سره ولولي نو پۀ هغۀ باندې د حق دروازې برسيره کيږي. د اُتر پرديش هندوستان واقعه ده، يو کَس کوم چې غير مسلمه وو او د مسلمانانو نه به يـې ډير نفرت کولو. د هغۀ بخت څۀ پۀ دې طريقه رابيدار شو چې هغۀ ته د چرته نه د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله احترامِ مسلم ميلاؤ شوه. هغۀ چې کله دا رساله ولوستله نو حيران پاتې شو چې زۀ د کومو مسلمانانو نه نفرت کووم، د هغوئي مذهب اسلام څومره ښکلے دے، بس د دې رسالې پۀ لوستلو د هغۀ پۀ زړۀ کښې د اِسلام محبت پيدا شو، يو څو ورځې پس د هغۀ د يو څو اِسلامي وروڼو سره ملاقات وشو او هٰغه غير مسلمه د هٰغه اِسلامي وروڼو پۀ لاس کلمه ووئيله او مسلمان شو. ([1])
لاکھوں کو سُنَّتوں کا پیکر بنا دیا ہے ہے زِندہ و مُسَلَّم عطّار کی کرامت