Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
اِسلامي ټول سوشل ميډيا پليټ فارمز او ويب سائټس استعمالولے شئ.
بهر حال! د سوشل ميډيا مثبت استعمال او د دې پۀ ذريعه باندې پۀ معياري طريقه د عِلمِ دِين زده کول پۀ خپل ځائے البته! د کتابونو پۀ لوستلو د عِلمِ دِين د زده کولو هُم خپل برکتونه دي.
د ګمراهۍ يو بَل اهم او بنيادي سبب
دا زمونږه پۀ معاشره کښې چې د کتابونو نه لرې والے ورځ په ورځ زياتيږي، دا غټ عيب دے، پۀ قرآنِ کريم کښي هم دا عيب پۀ ګوته کړے شوے دے. بني اسرائيل کوم چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مبارک ژوند کښې موجود وو، هغوئي ډير پوهه کړے شو، دليلونه ورکړے شو، معجزې ورته وښودلے شوې، د دې باوجود هغوئي کلمه اونه وئيله، پۀ کُفر باندې کلک ولاړ وو، د هغې ډيرې وجهې وې، يوه وجه پۀ قرآنِ کريم کښې دا ارشاد شوه، الله پاک فرمائي:
وَ مِنْہُمْ اُمِّیُّوْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ الْکِتٰبَ اِلَّاۤ اَمَانِیَّ وَ اِنْ ھُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ (۷۸)
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:78)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ هغوئي کښې څۀ بے تعليمه دي کوم چې پۀ کتاب نۀ پوهيږي خو اوريدلې خبرې يا د ځان نه څۀ راجوړ کړي او هغوئي صرف پۀ خيال او ګُمان کښې پراته دي.
يعنې پۀ بني اسرائيلو کښې يوه ډله هٰغه ده کومه چې پۀ کتاب باندې نۀ پوهيږي، بس پۀ اوريدلو خبرو باندې پوخ يقين لري. ([1])
معلومه شوه چې بني اسرائيل کوم چې د ايمان نه محرومه شول، د جنَّت د حقدار جوړيدو نه محرومه شول، د هغې يوه وجه دا هم وه چې دې خلقو به پخپله کتاب نۀ لوستلو، پۀ دې باندې به يـې ځان نۀ پوهه کولو، بس چې څۀ به يـې اوريدل، پۀ هغې باندې به