Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
ډيرې ښې ولګيدې، دکرم د پاسه کرم دا وو چې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه علمي او روحاني مدني مذاکرو او د ژړا نه ډکو دُعاګانو د زړۀ نه د ګناهونو زنګ صفا کړو. زما د ګناهونو پۀ تيارۀ ژوند کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رڼا خوره شوه. ما د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه کړه او د امير اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه مې د بيعت شرف حاصل کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ګيره مبارکه مې پريښوده، عمامه مې پۀ سر کړه او د سُنَّتو نه د ډک ژوند تيرولو د پاره مې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول اختيار کړو. ([1])
مقبول جہاں بھر میں ہو دعوتِ اسلامی صدقہ تجھے اے ربِّ غَفَّار! مدینے کا([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د صِرَاطُ الـجنان ايپلي کيشن تعارف
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي مونږ ته د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين ښودلو او د نيکۍ د دعوت عام کولو موقعې راکوي. د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا ګڼ شمېر معلوماتي او د علمي موادو نه ډک موبايل ايپليکېشنونه جاري شوي دي. مثلاً:
* صِرَاطُ الجِنان قرآن او تفسير : په دې کښې ۞مکمل قرآنِ کریم، ۞د کنز الایمان ترجمه، ۞د کنز العرفان آسانه ترجمه او ۞په آسان انداز ليکلے شوے تفسیر صِرَاطُ الجِنان شامل دے۔
* فیضانِ حدیث: په دې کښې د حديث پاک مختلف کتابونه، مثلاً: ۞مِشْکٰوۃُ الْمَصَابِیْح او د هغې اُردو شرح مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح، ۞الأربَعِیْنِ النّوویَّۃ د اردو ترجمې او شرح سره، ۞رِیاضُ الْصَّالِحِین د اردو ترجمې او شرح سره، ۞أَربَعِیْنِ حَنَفِیَّہ(اُردو)، ۞او مُنتَخَب اَحَادِیث (اُردو)،