Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوند مبارک زمونږ د پاره آئيډيل (Ideal) دے، بهترينه نمونه ده، چې مونږه د سيرت مبارک نه خبر نۀ يو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک انداز څنګه وو؟ ښکلې ښکلې اداګانې يـې څنګه وې؟ دا خبرې مونږ ته هډو معلومې نۀ وي نو ووايئ چې پۀ سيرت مبارک باندې به عمل مونږه څنګه کوو.
* دغه شان د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتابونه او رسالې ډيره پۀ اسانه اُردو ژبه کښې وي، فیضانِ سُنّت، نیکی کی دعوت، غیبت کی تباہ کاریاں، فیضانِ نماز، پردے کے بارے میں سوال جواب د هغوئي ډير مشهور او ډير فائده مند کتابونه دي، دا ولولئ! * د الله پاک پۀ فضل سره اميرِ اهلِسُنَّت عِلمِ دوست شخصيت دے، هغوئي هره هفته پۀ کيدونکې مَدَني مذاکره کښې د يوې مختصرې رسالې د لوستلو ترغيب ورکوي، پۀ دې باندې ښکلې ښکلې دعاګانې هم کوي، ډيره مختصر شان رساله وي، هره هفته د دې رسالو د لوستلو عادت جوړ کړئ!
د دې نه علاوہ د مختلف قسم زړه راښکونکو او عبرت اخستونکو حکایاتو باندې مشتمل کتاب عیون ُالحکایات، حکایتیں اور نصیحتیں، او قرآنی واقعاتو باندې مشتمل کتاب عجائبُ القرآن ، او د ماشومانو د پاره د مکتبۃُ المدینہ چاپ شوي د [رښتينو] قيصو رسالې هُم حاصِلې کړئ او دا په خپله مطالعه کښې شامل کړئ.
* که تاسو غواړئ چې قرآن، حديث، تفسير، دِيني احکام او مسئلې، د امروزه ژوند پۀ باره کښې راهنمائي، د نيکانو خلقو احوال، د هغوئي تعليمات وغيره هر څۀ پۀ يو ځائے ميلاؤ شي نو دې د پاره د ماهنامه فيضانِ مدينه کليز بکنګ (Booking) وکړئ! ستاسو کور ته به هره مياشت ماهنامه در رسولے شي، پۀ دې کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ هره موضوع باندې فائده مند او معلوماتي مضمونونه وي. د ټول کور والؤ د ماهنامه د لوستلو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د عِلمِ دِين نُور به مو نصيب شي. الله پاک دې مونږ ته د دِيني کتابونو