Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
کتابونو لوستل د حافظې د مضبوطولو د پاره بهترينه دوائي ده. ([1]) * مطالعه د ذهني او اخلاقي تربيت ذريعه هم جوړيږي. ځکه چې ځانله او پۀ توجه سره لوستلے شوې هره ښه خبره پۀ زړۀ او دماغو او پۀ وجود کښې ځائے کيږي، د کومې اظهار چې عملي طور د اخلاقو او د کردار د غوره والي پۀ شکل کښې کيږي * د دِيني کتابونو لوستل د ښه مصروفياتو يوه بهترينه ذريعه ده، د ډيرو بزرګانِ دِين د سيرت نه دا خبره معلوميږي چې هغوئي به هر وخت پۀ مطالعه کښې مصروفه وو مثلاً د يو بزرګ پۀ باره کښې خو تر دې پورې مروي دي چې تر 40 کالو پورې پۀ ويښه او د خوب پۀ حالت کښې مسلسل د هغوئي د سينې نه کتاب نۀ دے جدا شوے. ([2]) غرض دا خبره ټاکلے شوې ده چې د لوستلو عادت د ډيرو منفي او د بے فائدې مصروفياتو نه د بچ کيدو سبب هم جوړيږي، داسې چې بنده تر څومره وخته پورې د فائده مندو کتابونو پۀ لوستلو کښې مصروف وي نو د ګناهونو نه هم محفوظ وي او پۀ هغۀ باندې د الله پاک رحمت هم راوريږي * د کوم هوښيار قول دے: د چا پۀ ترخ کښې چې هر وخت کتاب نۀ وي، د هغۀ زړۀ ته حکمت او دانائي نشي راتللے. ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ځان او د کور والؤ اِصلاح زمونږ د ټولو ذمه واري ده. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
یٰۤاَیُّہَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَکُمْ وَ اَھْلِیْکُمْ نَارًا
(پارہ:28، سورۀ تحریم:6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! خپل ځانونه او د خپل کور کسان د هٰغه وور نه بچ کړئ.