Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

آؤ! د سوشل ميډيا پۀ ذريعه پۀ مختلفو شارټ کورسونو کولو، د عاشقانِ رسول علمائے کرامو پۀ بيانونو وغيره اوريدو باندې هم عِلمِ دِين زده کيدے شي خو پۀ سوشل ميډيا د نيغې لارې پۀ ځائے د بے لارې کيدو امکان زيات دے، هر يو پرې خپل دکان پرانستے دے، ښه او بد د کوم ځائے نه پيژنې؟ څنګه به يـې پيژنې؟ ځکه مونږ له د دِيني کتابونو د لوستلو عادت جوړول پکار دي.

دعوتِ اِسلامي او د جديد ټيکنالوجۍ مثبت استعمال

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اُمت د سوشل ميډيا د نقصانونو نه د بچ کولو او ټيکنالوجي د نيکو د ذريعې جوړولو د پاره د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي خپلې فريضې ترسره کوي * د دعوتِ اِسلامي د 80 نه پۀ زياتو شعبو کښې يو سوشل ميډيا ډيپارټمنټ هم دے. د کوم د لاندې چې د مختلفو پليټ فارمز (Different platforms) مثلاً * د يوټيوب * د فيس بک * د انسټاګرام وغيره پۀ ذريعه عاشقانِ رسول * د الله پاک او د هغۀ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احکاماتو د پابند جوړولو د کوشش کولو * د صحابۀ کرامو او د اهلِ بيت اطهار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د محبت د جامونو د ورکولو * د الله پاک د اوليائے کرامو د با ادبه جوړولو * د رښتينو اِسلامي عقيدو د ښودلو * د صحيح دِيني معلوماتو د ورکولو د پاره عِلمي او تحقيقي خبرې اپلوډ کولے شي. د دعوتِ اِسلامي د 100 نه پۀ زياتو سوشل ميډيا اکاؤنټس تقريباً 50 ملينه (Million) يعنې 5 کروړه فالورز (Followers) دي او د ويورز (Viewers) شميره پۀ بيلنز (Billions) يعنې کروړونو کښې ده * د دې نه علاوه د دعوتِ اِسلامي يوه شعبه آئي ټي I.T ډيپارټمنټ دے د کوم د طرف نه چې * اوسه پورې 40 ويب سائټس او * 32 موبائل ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، يو ايپلي کيشن دعوتِ اِسلامي ډيجيټل سروسز Dawateislami Digital Services هم دے، د کوم پۀ ذريعه چې تاسو د دعوتِ