Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

بِگڑوں کو راہِ حق کا مُتَلاشی کر دیا ہے                                             دِل صاف ستھراکر دے عطّار کی  بَصِیْرَتْ([1])

آيا موليانو دِين بدل کړے دے...؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دِيني مطالعے د نۀ کولو  نقصانونه زمونږه پۀ معاشره کښې هم موندلے کيږي. څومره داسې خراب رسمونه دي، کوم چې زمونږ پۀ معاشره کښې رائج دي، که خلق پوهه کوې، ورته وائې چې دا رسم ټيک نۀ دے، د قرآن او د سُنَّت خلاف دے نو هډو مني يـې نۀ، که هغوئي له د نيکۍ دعوت ورکړې نو وائي: مولانا صاحبه...!! تاسو نوے دِين شروع کړے دے.

 اوس دوئي څوک پوهه کړي چې وروره! دِين بدل شوے نۀ دے، مونږه خو تاسو ته هٰغه خبره کوو * کومه چې پۀ قرآنِ کريم کښې ده * پۀ حديثونو کښې ليکلے شوې ده       * پۀ صدو مخکښې علمائے کرامو پۀ کتابونو کښې ليکلي دي، خبره دا ده چې تاسو کتاب نۀ دے لوستلے، بس پۀ اوريدلو خبرو باندې عمل کوئ. مثلاً زمونږه پۀ معاشره کښې يوه غلطه مسئله مشهوره ده چې پۀ نـمونځ کښې د ښۍ ښپې غټه ګوته بالکل خوزيدل نۀ دي پکار. که لږه شان وخوزيدله نو نـمونځ به مات شي. دا غلطه مسئله مشهوره ده. پۀ حقيقت کښي داسې نۀ ده. د غټې ګوتې پۀ خوزيدو باندې نـمونځ نۀ ماتيږي.

دغه شان نورې ډيرې خبرې دي، ډير غلط رسمونه دي کوم چې پۀ خلقو کښې رائج دي. که ورته ووئيلے شي او پوهه کړے شي نو مني يـې نۀ، اُلټا وائي: موليانو دِين بدل کړے دے.

الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي. مونږ له د دِيني کتابونو د لوستلو عادت جوړول پکار دي، چې کتابونه لولو نو معلومه به شي چې اصلي دِين څۀ دے؟ پۀ قرآنِ کريم کښې الله پاک څۀ فرمائيلي دي؟ پۀ حديثونو کښې څۀ راغلي دي؟ د عاشقانِ رسول علمائے


 

 



[1]... مناقبِ عطار، صفحہ:41۔