Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

د خپل وخت جائزه واخلئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نيکانو بزرګانو ذوق او شوق ته چې وګورو او مونږه د خپلو وختونو جائزه واخلو چې مونږه د چا پۀ محفل کښې ژوند تيروو؟ مونږ چې څۀ لولو، څۀ هم اورو، څۀ ويډيو وغيره ګورو، دا هم يو صحبت دے او دا خبره مشهوره ده چې، اَلْصُحْبَۃُ مُؤَثِّرَۃٌ صحبت اثر لري.([1])

ځکه چې مونږه څۀ لولو، څۀ اورو، څۀ ويډيو وغيره ګورو، پوسټونه لولو، د واټس ايپ د ګروپ حصه يو، دا ټول هم صحبتونه دي او خپل اثر لري. مونږ له دا جائزه اخستل پکار دي چې مونږه پۀ کوم صحبت کښې ژوند تيروو، مونږه ډيرې خبرې د چا سره کوو. خدائے دې نکړي که پۀ فضول پوسټونو لوستلو، کتلو کښې وخت تيروو، پۀ ناول ډائجسټ وغيره لوستلو کښې وخت تيروو، پۀ سوشل ميډيا پۀ فضول يا د ګناهونو نه پۀ ډکو ويډيوګانو کتلو کښې وخت تيروو نو دا د ويريدو خبره ده، دا هم يو صحبت دے کوم چې د اثر کولو نه بغير نۀ پاتې کيږي.

الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي. زمونږه د بزرګانو انداز څومره ښکلے وو، دې د اوچتو مرتبو حضراتو به د ټولې دُنيا نه يو طرفته د دِيني کتابونو سره ژوند تيرولو، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشادات به يـې اوريدل، هغه به يـې لوستل او زړۀ ته به يـې کوزول. کاش چې زمونږه هم دا شوق نصيب شي. مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي:

دِل میں ہو یاد تری گوشۂ تنہائی ہو                                                                       پِھر تو خلوت میں عجب انجمن آرائی ہو([2])

کاش چې دا انداز اختيار کړو، مونږه تنهايۍ خوښولو والا جوړ شو، که ډير نۀ وي نو څۀ


 

 



[1]...روح البیان، پارہ:5، سورۂ نساء، زیرِ آیت:57، جلد:2، صفحہ:231                                   ۔

[2]...ذوقِ نعت، صفحہ:204۔