Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْتَرِیْ لَہْوَ الْحَدِیْثِ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰہِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّ یَتَّخِذَہَا ہُزُوًا ؕ
(پارہ:21، لقمان:6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بعضې خلق د لوبو خبرې [پۀ بيعه] اخلي د پاره د دې چې بے پوهې د الله د لارې نه بے لارې کول وکړي او د هغې نه ټوقې ټقالې جوړې کړي.
يعنې نَضَر بن حارِث چې د قيصو کوم کتابونه ګرځوي، پۀ هغې کښې ډيرې خرابۍ دي. (1): وړومبۍ خرابي خو دا ده چې لَهوَ الحديث (يعنې بے مقصده قيصې او د لوبو خبرې) دي (2): دويمه خرابي دا ده چې د دې لوستونکي د الله پاک د لارې، د نيکۍ د لارې نه لرې کيږي.
بيا د دې پۀ مقابله کښې د قرآنِ کريم څۀ شان دے؟ الله پاک فرمائي:
الٓـمّٓ ۚ(۱) تِلْکَ اٰیٰتُ الْکِتٰبِ الْحَکِیْمِ ۙ(۲) ھُدًی وَّ رَحْمَۃً لِّلْمُحْسِنِیْنَ ۙ(۳)
(پارہ:21، سورۀ لقمان: 1-3)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: الٓمّٓ. دا د حکمت والا کتاب آيتونه دي. د نيکانو د پاره هدايت او رحمت دي.
دا د قرآنِ کريم درې شانونه دي: (1): قرآنِ کريم د حِکمت کتاب دے * د ناول * ډائجسټ * د دروغو د قيصو * او د فضول قيصو د لوستلو سره انسان نفسياتي مريض جوړيږي، خو د قرآنِ کريم دا شان دے چې * د دې د لوستلو * د دې د تلاوت کولو سره حِکمت او دانائي نصيب کيږي. (2): قرآنِ کريم د رحمت کتاب دے. ناول ډائجسټ وغيره بے فائدې بلکې د ګناهونو نه د ډکو کتابونو پۀ لوستلو نيکۍ نۀ ميلاؤيږي، پۀ انسان باندې رحمت نۀ نازليږي خو قرآنِ کريم هٰغه عظيم کتاب دے، د کوم پۀ يو يو حرف باندې چې 10، 10 نيکۍ ميلاؤيږي، چې کله بنده قرآنِ کريم لولي نو د الله پاک پرې ښه ډير رحمتونه راوريږي او (3) قرآنِ کريم د هدايت کتاب دے. دا د تجربې خبره ده، کوم