Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

کرامو، د غوثِ پاک، داتا حُضُور، خواجه غريب نواز، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْہم وغيره اوليائے کرامو تعليمات څۀ دي؟ ځکه مونږ له د دِين د لوستلو عادت جوړول پکار دي.

مطالعه کول د اوليائے کرامو طريقه ده

 الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

اِنَّ اللّٰہَ  یُسْمِعُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ

(پارہ:22، سورۀ فاطر:22)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله اَورول کوي چا ته چې غواړي.

يعنې د الله پاک چې چا د پاره خوښه شي د هدايت خبرې ورته کوي. ([1]) شيخ شهابُ الدِّين سُہرْوَرْدی رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د دې آيت پۀ وضاحت کښي  فرمائي: زمونږه زړونو ته د هدايت خبرې راتلل د الله پاک د طرف نه دي، د دې ظاهري ذريعې دوه دي: (1): د مخلوق ژبه چې د عاشقانِ رسول علمائے کرامو د خُلې نه پۀ اوريدلو زړۀ ته د هدايت خبرې راځي (2): د دې دويمه طريقه ده: دِيني کتابونه لوستل چې بنده کله کتاب لولي نو د هغۀ زړۀ ته د هدايت خبرې کوزيږي.

نور فرمائي: د دِيني کتابونو لوستل د رحمت پۀ دروازو کښې يوه دروازه ده، د لوئي لوئي مشائخو، صوفيائے کرامو، علمائے کرامو او د زاهدانو عمل دے، د دې پۀ برکت د رحمت دروازې برسيره کيږي. ([2])

  د فيشن کوونکي ځوان  توبه

د کلکته (هندوستان) واقعه ده، يو زلمي کوم چې به ډير د فيشن ژوند تيرولو. د سُنَّتو طرف ته د هغۀ توجه نۀ وه. يو ځل د هغۀ د يو څو اِسلامي وروڼو سره ملاقات وشو، هغوئي هغۀ له د سيرتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ موضوع باندې ليکلے شوې رساله بهيانک


 

 



[1]... جلالین  مع حاشیہ صاوی، پارہ:22، سورۂ فاطر، زیرِ آیت:22، جلد:3، جز:5، صفحہ:83 ۔

[2]... عوارف المعارف، الباب الثانی فی تخصیص الصوفیۃ بحسن الاستماع، صفحہ:22 ملتقطًا۔