Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

کے بنیادی عقیدے * الحق المُبِین * اسلام کی بنیادی باتیں (درې واړه حصې) * کتاب العقائد * گلدستہ عقائد و اعمال * گانوں کے 35 کفریہ اشعار * 28 کلمات کفر *اعلیٰ حضرت سے سوال جواب * علم القرآن * نماز کے احکام * او د فیضان سُنَّت ټول بابونه مو لوستلي يا اوريدلي دي؟) (کاش چې هر کال د شعبان پۀ مياشت کښې د فيضانِ سُنَّت باب فيضانِ رمضان ولولو يا واورو.

الله پاک دې مونږ ته د دِيني کتابونو د لوستلو او د عِلم دِين د زده کولو جذبه راعطا کړي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دِيني کتابونو د لوستلو پۀ دُنيائي لحاظ سره هم ډيرې فائدې دي.

د دِيني کتابونو د لوستلو دُنيائي فائدې

* د يو تحقيق مطابق د لوستلو عادت ذهني بوج او پريشاني کموي * د لوستلو عادت د الزائيمر (Alzheimer) پۀ شان  مرض مخنيوے کوي * بلکې د يو رپورټ مطابق د لوستلو عادت دماغو او د دې خُليو ته طاقت ورکوي او د ډيمنشيا (Dementia) عمل ورو کوي * د اوده کيدو پۀ وخت ښه کتاب لوستل د خوب د پاره فائده مند ثابتيدے شي. ځکه فون کيږدئ او کتاب راواخلئ او لوستل شروع کړئ. پوهان پۀ دې باندې متفق دي چې پۀ مطالعه سره ذهني سکون ميلاؤيږي او خوب زر راځي. * کتابونه لوستونکي خلق د نورو سره پۀ ښه طريقه ميلاؤيږي او پۀ سوچ  پۀ ښه انداز سره پيژندلے  شي * د لوستلو سره د الفاظو ذخيره (Vocabulary) زياتيږي، د کومې تعلق چي نيغ پۀ نيغه د ذهن سره وي. داسې چې ماشومانو له د لوستلو عادت ورکړے شي نو د هغوئي ذهن ښه کيږي. پۀ يو رپورټ کښې وئيلے شوي وو چې د کومو ماشومانو د 7 کالو پۀ عمر کښې د لوستلو عادت وي، وړاندې بيا د هغوئي آئي کيو ليول (IQ Level) زياتيږي. کوم چې د ذهن د ناپ کولو يوه پيمانه هم ده * يو ځل د امام محمد بن اسماعيل بخاري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه نه پوښتنه وکړے شوه چې د حافظې دوائي څۀ ده؟ نو هغوئي ارشاد وفرمائيلو: د