Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
اونٹ پۀ تحفه کښې ورکړه. کور ته راغلو او هٰغه رساله يـې کيښودله. بيا يـې ذهن جوړ شو چې مختصره شان رساله ده د اوده کيدو نه مخکښې به يـې ولولم. نو رساله لوستل يـې شروع کړل، پۀ مکه مکرمه کښې چې غير مسلمو پۀ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کوم ظلمونه کړي وو، پۀ رساله کښې د هغې بيان وو، هٰغه زلمے وائي چې د رسالې د لوستلو پۀ وخت د عشقِ رسول پۀ وجه زما د سترګو نه اوښکې روانې شوې. ما پۀ ژړا ژړا رساله ولوستله، د هغې د لوستلو پۀ برکت د توبې کولو او د نيکۍ پۀ لارو باندې د روانيدو ذهن مې جوړ شو. پۀ بله ورځ ما د مور پلار نه اجازت واخستو او د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول سره د قافلې مسافر جوړ شوم. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د نيک صحبت پۀ وجه ما د فيشن ژوند پريښودو، مخ مې پۀ ګيره مبارکه باندې ښکلے کړو، عمامه مبارکه مې پۀ سر کړه او پۀ ښه صحبت کښې پاتې کيدونکے جوړ شوم. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د دِيني کتابونو د لوستلو برکت...!! که مونږه د دِيني کتابونو د لوستلو عادت جوړ کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې نُورانيت به مو نصيب شي او که الله پاک وغوښتل نو مونږ به پۀ نيک جوړيدو کښې کامياب شو.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه بزرګانِ دِين به د دِيني کتابونو د لوستلو ډير شوق لرلو.
40 کاله د مطالَعه کولو عادت
امام حَسَن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ډير لوئي وَلِيُّ الله دے، د هغوئي د نصيحت نه ډکې واقعې او د عِلم او د حکمت نه ډکې خبرې مونږه عام طور اورو، هغوئي فرمائي: زما د ژوند 40 کاله پۀ داسې حال کښې تير شول چې پۀ اودو او پۀ ويښه هميشه به کتاب زما پۀ سينه باندې پروت وو. ([2])