Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
دا خوند د بادشاهانو چرته نصيب کيږي
اِمام محمد شيباني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه څوک چې د اِمام اعظم رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ شاګردانو کښې دے، د هغوئي دا شان دے چې يو غير مسلمه کله د هغوئي د کتاب اَلْمَبْسُوط مطالعه وکړه نو کلمه يـې ووئيله او مسلمان شو. سُبْحٰنَ الله! سوچ وکړئ چې د مسلمانانو د وړوکي مُحَمَّد [يعنې يو اُمّتي] د کتاب دا شان دے نو پخپله به د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کتاب (قرآنِ مجيد) څومره اعلٰی شان وي...!! ([1])
امام مُحَمَّد رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه به په کثرت سره مطالعه کوله. د کتابونو لوستلو په دوران کښې به چې کله په يوه علمي مسئله کښې ورپيښ شوے مشکل حل شو نو د محبت پۀ جوش کښې به يـې خپل ورون په لاس اُووهلو او وئيل به يـې: اَیْنَ اَبْنَاءِ الْمُلُوْکِ مِنْ هَذِهِ اللَّذَّةِ يعنې دا د عِلم خوند چې کوم ما ته الله پاک راعطا کړے دے، دا خوند د شهزادګانو پۀ نصيب کښې چرته دے. ([2])
عمامه به يـې پۀ ډيوه باندې سوزيدله
علامه شيخ عبدُ الحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي:مطالعه زما د شپې او د ورځې مشغولتيا وه. هُم د ماشومتوب نه زما دا حال وو چې ما ته پته نۀ وه چې لوبې ټوقې څۀ دي؟ سيل څۀ وي؟ ډير ځل داسې وشول چې پۀ مطالعه کښې به راباندې نيمه شپه شوه نو والدِ محترم به پوهه کولم چې بچيه ! څۀ کوې؟ د دې پۀ اوريدو به زۀ فوراً څملاستم ، بيا به چې کله لږ وخت تير شو نو راپاڅيدم به او بيا به پۀ لوستلو کښې مشغول شوم. بعضې وخت داسې به داسي هم وشول چې د مطالعې پۀ وخت به مې د سر ويښته او عمامه وغيره د ډيوې سره ولګيدل او وبه سوزيدل خو پۀ مطالعه کښې د مصروفه کيدو پۀ وجه