Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

ډيره دوستي ده. هغوئي پۀ خپل کور کښې کتب خانه (يعنې لائبري) هم جوړه کړې ده. پۀ کومه کښې چې کتابونه پۀ ورو ورو زياتيږي او نن د عِلمِ قرآن و حديث، عقيدو، فقه او تصوف پۀ ډيرو موضوعاتو باندې پۀ سوونو کتابونه او رسالې د هغوئي پۀ کتب خانه کښې موجود دي پۀ کومو کښې چې ترجمۀ کنز الايمان مع تفسير خزائن العرفان، فتاوٰی رضويه شريف، بهارِ شريعت او اِحياء العلوم سرِ فهرِست دي([1]).

د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  د مطالعه  د شوق دا حالت دے چې هغوئي دومره ژوره مطالعه کوي چې ډير ځل داسې شوي دي چې د کتب خانې پۀ اِسلامي وروڼو کښې څوک اِسلامي ورور د څۀ مسئلې د حل کولو د پاره د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شوے دے خو پۀ مطالعه  کښې د مصروفه کيدو پۀ وجه هغوئي د هغۀ د راتللو نه خبر شوي هم نۀ دي او څۀ وخت پس يـې چې کله اتفاقي طور نظر پوره کړے دے نو هٰغه اِسلامي ورور ورته خپله مسئله عرض کړې ده. ([2])

د دِيني کتابونو مطالعه  او نيک اعمال

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  يواځې پخپله د لوستلو شوق نۀ لري بلکې خپلو مريدانو و متوسلين او محبين ته هم د دِيني کتابونو خاص طور د فتاوٰی رضويه، بهارِ شريت، تمهيدُ الايمان، منهاجُ العابدين او د اِحياء العلوم وغيره د لوستلو ترغيب ورکوي.

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  د فتنو نه پۀ دې ډک دور کښې پۀ اسانۍ سره د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو يوه طريقه د شريعت او د طريقت جامعه مجموعه پۀ نوم د نيک اعمال د سوالونو پۀ شکل کښې جوړه کړې ده. د اِسلامي وروڼو د پاره 72، د اِسلامي خوئيندو د پاره 63، د عِلمِ دِين د نارينؤ طالب علمانو د پاره 92، د دِيني زنانؤ طالب


 

 



[1]...تذکرہ امیر اہلسنت قسط:4(شوقِ علم دین)، صفحہ:26۔

[2]...تذکرہ امیر اہلسنت قسط:4(شوقِ علم دین)، صفحہ:31۔