Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
علمانو د پاره 83 او د ماشومانو [جينکو او هلکانو] د پاره 40 او د خصوصي اِسلامي وروڼو (يعنې ګونګيانو کڼو) د پاره 27 نيک اعمال دي. بے شميره اِسلامي وروڼه، اِسلامي خوئيندې او طالب عالمان د نيک اعمالو د رسالې مطابق عمل کوي او روزانه خپله محاسبه کوي او پۀ نيک اعمال رساله کښې ورکړے شوې خانې ډکوي. د دې نيک اعمالو پۀ اخلاص سره د اختيارولو نه پس د نيک جوړيدو او د ګناهونو نه د بچ کيدو پۀ لاره کښې راپورته کيدونکي خنډان [يعنې رکاوټونه] د الله پاک پۀ فضل او کرم سره اکثر لرې کيږي او د دې پۀ برکت اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د سنَّتو د پابند جوړيدو، د ګناهونو نه د نفرت کولو او د ايمان د حفاظت کولو د پاره د فکر مندۍ ذهن هم جوړيږي. پۀ دې نيک اعمال کښې هم هغوئي د مطالعه په حوالې ډير سوالونه ليکلي دي، مثلاً د اِسلامي وروڼو د پاره پۀ 72 نيک اعمالو کښې دا سوال هم شامل دے:
(12) آيا نن ستاسو * د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه * يا د مکـتبة الـمدينه يو کتاب * يا رساله * يا ماهنامه فيضانِ مدينه کم از کم 12 منټه لوستلے يا اوريدلے ده .
(63) آيا تاسو د دې ځل هفته واره رساله لوستلې يا اوريدلې ده.
(71) آيا تاسو د ټول ژوند نصاب لوستلے دے؟ (* د منهاجُ العابدين * جاءَ الحق *بهار شريعت حصه 9 نه مو د مُريد بيان * د حصه 16 نه مو د اخستو او د خرڅولو بيان او د مور پلار د حقونو بيان * (که واده مو کړے وي نو) د حصه 7 نه مو د محرمات بيان او حقوقُ الزَّوجين * د حصه 8 نه مو د ماشومانو د روزنې پالنې بيان، د طلاق بيان، د ظهار بيان او د طلاق کنايه بيان. د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خانرَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه کتابونه *تَمهِيدُ الايمان * حُسَّامُ الحرمين، د دې سره سره د مکـتبة الـمدينه چاپ کړے شوي کتابونه * کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب * چندے کے بارے میں سوال جواب * بنیادی عقائد اور معمولات اہل سنت * عقیدہ آخرت * دس عقیدے *اسلام