Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
د ځان او د کور والؤ د اِصلاح يو انداز دا هم دے چې مونږه پخپله هم دِيني کتابونه لولو او کور والا هم د دِيني کتابونو پۀ لوستلو عادت کړو. د دې يو انداز دا هم کيدے شي چې مونږه پۀ کور کښې د دِيني کتابونو لائبريري جوړه کړو. که وړۀ شان ولې نۀ وي، البته پۀ کور کښې کتب خانه ضروري پکار ده. او پۀ داسې ځائے کښې يـې جوړه کړئ چې پۀ تللو راتللو کښې کتابونه ليدلے کيږي، بيا بيا چې پرې نظر پريوځي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د لوستلو ذِهن به هم جوړيږي. پۀ کور کښې د کتب خانې د جوړولو يوه فائده دا هم ده چې زمونږه د جمع کړے شوو کتابونو ذخيره به زمونږه راتلونکو نسلونو ته هم رسيږي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه اخستے شوي دِيني کتابونه چې تر څو پورې لوستلے کيږي، د هغې ثواب به هم مونږ ته ميلاؤيږي.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په کور کښې لائبریري جوړول دي، کتابونه پکښې کوم کوم کيښودل پکار دي، هٰغه کتابونه چې زمونږه عقائد ورسره مضبوط شي. چې زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اهلِ بيتو او صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم مينه او ادب هُم ورسره زيات شي، او قِيمت يـې هُم مناسب وي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ دې باره کښې مکـتبة الـمدينه وړاندې کوي د کتب خانې يو بهترين پيکج. پۀ کوم کښې چې شامل دي د قرآن، حديث، فقه او سيرت وغيره پۀ موضوعاتو باندې مشتمل تقريباً 431 کتابونه او رسالې، هغه هم صرف د 57 زره روپو پۀ رعايتي نرخ باندې. د نورو معلوماتو د پاره پۀ دې نمبر باندې رابطه وکړئ: 0313-1139278.
د لوستلو د پاره يو څو فائده مند کتابونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دِيني کتابونو لوستل پۀ دِيني لحاظ سره هم او پۀ دُنيائي لحاظ سره هم ډير فائده مند عادت دے. مونږ ټولو له وخت ويستل پکار دي او روزانه څۀ نا څۀ وخت د دِيني مطالعه د پاره هم ويستل پکار دي. زۀ يو څو فائده مند کتابونه