Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
والؤ نصيب کيږي. ځکه صِراطُ الـجنان لولئ! تفسير تعليم القران لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قرآنِ کريم نُور به مو نصيب کيږي.
* اے ايمان والو: دا هم د قرآنِ کريم تفسير دے. د قرآنِ کريم خاص هٰغه آيتونه پۀ کومو کښې چې پۀ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا (اے ايمان والؤ!) یا پۀ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ (اے خلقو!) وئيلو زمونږه رَبِّ کريم مونږ ته خطاب فرمائيلے دے، پۀ دې کتاب کښي د هٰغه آيتونو وضاحت شوے دے.
*معرفۃ ُالقرآن: په عام فهم اور آسان انداز کښې د قرآنِ کریم په مطلبونو او په معنو پوهيدلو د پاره په لفظ به لفظ ترجمه، مکمله با محاورہ ترجمه او د آيتونو په عنواناتو او مختصره حواشي باندې مشتمل يو ځانګړے کتاب دے .
* فيضانِ رِياضُ الصَّالحين: اِمام نَوَوِي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د اوومې [7] صدۍ هجرۍ بزرګ دے، هغوئي پۀ عِلمِ حديث کښې ډير لوئي اِمام وو، رِياضُ الصَّالحين د هغوئي ليکلے کتاب دے، پۀ دې کښې هغوئي پۀ امروزه ژوند کښې راهنمائي کوونکي ښکلي ښکلي حديثونه راجمع کړي دي، د دعوتِ اِسلامي ادارې اَلـمدينَةُ الـعِلمِيَة (Islamic Research Center) د دغه حديثونو د ترجمې او د تشريح کولو سعادت حاصل کړے دے، دا هم ډير ښکلے کتاب دے، دا ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د حديثونو مبارکو انوار به مو نصيب شي.
* سيرتِ مصطفٰی: د علّامه عبد الـمصطفٰی اعظمي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ډير ښکلے کتاب دے، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو نه تر د وصالِ ظاهري پورې پوره سيرتِ پاک پۀ اسان انداز کښې ليکلے شوے دے. دا هم مونږ ټولو له لوستل پکار دے. پۀ قرآنِ کريم کښې الله پاک فرمائي:
لَقَدۡ کَانَ لَکُمۡ فِیۡ رَسُوۡلِ اللّٰہِ اُسۡوَۃٌ حَسَنَۃٌ
(پارہ:21، سورۀ الاحزاب:21)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه ستاسو د پاره د الله پۀ رسول کښې بهترينه نمونه موجوده ده.