Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

به راته پته ونۀ لګيدله. ([1])

پۀ قبر کښې هم مطالعه

حضرت ابو العُلا حسن بِن احمد هَمَذاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د وصال نه پس پۀ خوب کښې پۀ يو داسې ځائے کښې وليدلے شو چې د هغي ټول ديوالونه د کتابونو وو، يعنې هٰغه کتابونه دومره ډير وو چې د هغې شمارل ممکن نۀ وو، حضرت ابو العُلا حسن بِن احمد هَمَذاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د هغې پۀ لوستلو کښې مشغول وو. د هغوئي نه چې کله پوښتنه وکړے شوه چې دا کتابونه څنګه دي؟ نو اوئې فرمائيل: ما د الله پاک نه سوال وکړو چې څنګه به زۀ پۀ دُنيا کښې مشغول ووم نو ما ته دلته هم هٰغه شان مشغولتيا راعطا کړې. نو الله پاک دا ټول کتابونه ما ته د لوستلو د پاره راعطا کړل. ([2])

يو کتاب يـې پۀ ټوله شپه کښې ولوستلو

د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د لوستلو د شوق او د ذهن هم د ماشومتوب نه دا حالت وو چې استاذ ورته چرته د کتاب د څلورمې حصې نه زيات نۀ دے ښودلے بلکې د کتاب څلورمه حصه چې به يـې د استاذ نه زده کړه نو نور ټول کتاب به يـې پخپله لوستلو او يادولو او بيا به يـې ورته اورولو. داسې يـې د دوو جلدونو د اَلعَقُودُ الدَّرِيَّه پۀ شان ضخيم کتاب صرف پۀ يوه شپه کښې ولوستلو. ([3])

د اميرِ اهلِسُنَّت د لوستلو شوق

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ اوسني وخت کښې د اسلافو يادګار او د عِلم دوست شخصيت يعنې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  هم د دِيني کتابونو سره


 

 



[1]... حیات شیخ عبد الحق محدث دہلوی، صفحہ:83 و 84 ملتقطًا۔

[2]... المنتظم لابن جوزی، جلد:18، صفحہ:208۔

[3]...فیضان اعلی ٰحضر ت، صفحہ:221-222 ملخصاً۔