Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

بنده چې * ناول * ډائجسټ * او د دروغو د قيصو د لوستلو عادت وي، د هغۀ نه نفسياتي مريض جوړيږي * هغۀ د خيالونو پۀ دُنيا کښې اوسيږي * پۀ معاشره کښې خپل مثبت کردار نشي ادا کولے * د هغۀ طبيعت د غصې والا شي او د دې پۀ مقابله کښې هٰغه بنده کوم چې د قرآنِ کريم د تلاوت عادت وي، که هغۀ بغير د پوهيدو نه هم د قرآنِ کريم تلاوت کوي * د هغۀ زړۀ نرميږي * پۀ زړۀ کښې يـې د نيکو جذبه پيدا کيږي * د هغۀ پۀ اخلاقو او کردار کښې مثبت بدلون راځي * د هغۀ د ظاهر او د باطِن پاک والے نصيب کيږي * او هغۀ د معاشرې يو بهترين کَس جوړيږي. او که پۀ قرآنِ کريم باندې پوهيږي او لولي يـې نو بيا خو واه...!! سُبْحٰنَ اللہ! ...!! د داسې خوش قِسمته خو ځانګړے شان دے.

د لټريچر انتخاب څنګه کول پکار دي ...؟

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې لټريچر (که هغه د کتاب پۀ شکل کښې وي، که د پوسټونو پۀ شکل کښې وي، که د ويډيوګانو پۀ شکل کښې وي، دا) هم اثر لري، مونږه چې څۀ لولو، اورو، وينو، هغه زمونږه د سترګو او غوږونو پۀ ذريعه زړۀ ته کوزيږي او مونږ چې څۀ زړۀ ته کوزوو، زمونږه نظريې، احساسات، جذبات، افعال او کردار د هغې مطابق جوړيږي. ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ څۀ هم لولو، اورو يا د ويډيو ګانو وغيره پۀ شکل کښې يـې ګورو، د دې انتخاب هم ډير پۀ سوچ سره کوو. دا انتخاب څنګه کول پکار دي؟

پۀ دې ځائے کښې د نضر بن حارث د دروغو د قيصو او د قرآنِ کريم پۀ مينځ کښې تقابل وکړے شو او مونږ له دا سبق راکړے شو چې کله هم څۀ لولے، نو پۀ دې کښې درې څيزونه لازمي ګورئ! (1): که د هغې پۀ لوستلو هدايت ميلاؤيږي نو اوئې لولئ، که فضول څيزونه پکښې وي نو ځان ترينه بچ کړئ! (2): څۀ چې لولې، د هغې پۀ لوستلو که