Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye
عرض کووم، دا ټول کتابونه واخلئ او پۀ کور کښې يـې کيږدئ! يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه مفت ډاؤن لوډ (Download) کړئ!
* کفریہ کلمات کے بارے میں سُوال جواب: د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلے شوے ډير اهم کتاب دے. پۀ حديثِ پاک کښې دي: ډيره زر به (يوه زمانه داسې راځي چې) انسان به سحر مؤمِن، ماښام به کافِر وي، ماښام به مؤمِن او سحر به کافِر وي. ([1])
افسوس چې دا زمانه نن پۀ نظر راځي، د معلوماتو ډير کمے دے، خلق چې خبرې شروع کړي نو بيا نۀ بس کوي او هم پۀ خبرو خبرو کښې د کُفر الفاظ هم وائي، داسې د هغوئي ايمان ضائع شوے وي او هغوئي ترينه خبر هم نۀ وي. عام طور عوام چې کوم د کفر الفاظ وائي، شيخِ طريقت اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ دې کتاب کښې هٰغه جملې او الفاظ راجمع کړي دي او د هغې پۀ باره کښې يـې د قرآن او د حديث او د علمائے کرامو د ارشاداتو پۀ رڼا کښې حکم واضحه کړے دے. ډير اهم کتاب دے، پۀ اُردو ژبه کښې پۀ دې موضوع باندې دومره جامع کتاب بَل شايد که بل يو وي. دا هر يو له لازمي لوستل پکار دي. د دې کتاب پۀ باره کښې خو دا وئيلے کيدے شي چې د هر کور د هر يو کَس سره خپل خپل بيل بيل کتاب پکار دے.
* تفسير صِراطُ الـجنان او تفسير تعليمُ القرآن: دا دواړه د قرآن تفسيرونه دي، د صِراطُ الـجنان 10 جلدونه دي او د تفسير تعليم القرآن د دوو جلدونو مختصر تفسير دے. دا دواړه کتابونه مونږ له لوستل پکار دي. قرآنِ کريم د الله پاک کلام دے، زمونږه رَبّ مونږ ته څۀ پيغام نازل کړے دے، زمونږه رَبِّ رحمان مونږ ته څۀ فرمائي، افسوس چې مونږ د دې خبرې نه هډو خبر نۀ يو، قرآنِ کريم چې پۀ کتلو لوستلے شو نو دا هم غنيمت دے، پۀ دې پوهيدل، پۀ دې کښې څۀ فرمائيلے شوي دي، پۀ دې پوهيدل خو هُم د قِسمت