Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
حضرت عبدُالرحمٰن بِن سَمُره رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابـي دے، هغوئي يو اوګږد حديثِ پاك روايت كړے دے، په دې حديثِ پاك كښې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو خوب ذِكر كړے دے (د انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام خوب هم وحي وي)، په دې حديثِ پاك كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا هم فرمائيلي دي: ما خپل يو اُمَّتـي اوليدلو، هغه ډىر زيات تږے شوے وو، چې كله هم هغه حوض ته د اوبو څښلو د پاره راتلو نو هغه به منع كړے شو، هغه كس په دې حالت كښې وو چې (قسمت ئې بيداره شو او كرم پرې اوشو) هغه په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې چې كومې روژې نيولې وې، په هغې كښې يوه روژه راغله او دا تږے كس ئې اونيولو او حوض ته ئې بوتلو او په اوبو څښلو ئې موړ كړو.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د روژې څومره ښكلي بركتونه دي؟ د مسلمانانو يو شمير دے چې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې روژې نه نيسي، څوك د موسم بهانه جوړوي چې ګرمي ده، په دې وجه روژې نه شو نيولے، څوك د مال ګټلو په فِكر كښې وي، وائي: حلال رزق ګټل هم عبادت دے، كه روژه اونيسو نو كار نه شوكولے، كه كار اونكړو نو د بچو د پاره طعام د كوم ځائ نه راوړو؟ نن د زړه د تَسَلَّـئ د پاره كيدے شي دا بهانے كار اوكړي خو په ورځ د قيامت به څه كوئ؟ [هلته خو بهانے نه