Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren

* جماتونه به د خلقو نه ډك شي * كله به د تراويح سلسله * د فرض لمُونځونو * او د نوافِلو كثرت وي * څوك به د تلاوتِ قرآن سعادت حاصلوي * د پيشمني او روژه ماتي خوندونه او مزے به شي او * اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د ژوند خوندونه به زيات شي.

رَمَضان د مياشتو سرداره ده

      د الله پاك په فضل و كرم سره رَمَضَانُ المُبَارَك د ډيرو بركتونو او عظمتونو مياشت ده، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: سَیِّدُ الشُّہُوْرِ شَہْرُ رَمَضَان رَمَضَانُ المُبَارَك د مياشتو سرداره ده.[1]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! د رَمَضَانُ المُبَارَك څومره ښكلے او عظيم شان دے! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د مياشتو سرداره راروانه ده، الله پاك دِ مونږ ته د دې مُقَدَّسې مياشتې د قدر كولو توفيق راكړي، كاش! مونږه په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې په كثرت سره عبادت اوكړو، ښې روژې اونيسو، تلاوت اوكړو، ذِكر و دُرود كښې مشغول شو. الله پاك دې توفيق راكړې. 

بھائیو بہنو! کرو سب نیکیوں پر نیکیاں                  پڑ گئے دوزخ پہ تالے قید میں شیطان ہے[2]

”اِستِقبالِ رمضان“ او معمولاتِ مُصطفٰى

      زمونږ خوږ او آخري نبـي، مُحَمَّدِ عربـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَمَضَانُ المُبَارَك سره

ډير محبت كولو، په سن 2 هجري كښې د رَمَضَانُ المُبَارَك روژې فرض شوے. [3] د دې


 

 



[1]...موسوعہ ابن ابی الدنیا ، فضائل شہر رمضان ،جلد:1،صفحہ:369،حدیث:33

[2]... وسائل بخشش،صفحہ:706۔

[3]... فتاویٰ شامی،   کتاب الزکاۃ،   باب صدقۃ الفطر،جلد:3،صفحہ:362 ماخوذاً۔