Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
راوريږي * په دې مباركه مياشت كښې ګناه ورانيږي* په دې مُقَدَّسه مياشت كښې دُعاګانے قبليږي * په دې مباركه مياشت كښې الله پاك ستاسو شوق ويني او الله پاك د فرښتو په مخ كښې په تاسو فخر كوي * پس په دې مُقَدَّسه مياشت كښې د خپل ځان له طرفه نيكئ او ښه كارونه د الله پاك په بارګاه كښې پيش كړئ! * بيشكه بدبخته دے هغه كس كوم چې په دې مياشت كښې هم د الله پاك د رحمَت نه محرومه پاتي شي.[1]
د رَمَضَانُ المُبَارك په ښه شان سره اِستِقبال اوكړئ!
اے عاشِقانِ رسول! د رَمَضَانُ المُبَارَك آمَد آمد دے، د ربّ ميلمنه [مياشت] راتلونكي ده. زمونږ كور ته چې كله يو اهم ميلمه راځي نو مونږه څه كوو؟ كور ښه ښكلے صفا كوو، جامے، بيډ شيټ او د صوفو غلافونه، ټول هر څه وينځو، صفا ئې كړو، ښكلې پاكې صفا جامې اغوندو چې ميلمه ئې اوويني او ښه اثر واخلي، وړو وړو ماشومانو ته هم ښكلې جامے واغوندو، په كور كښې خوشبو لګوو، د يو اهم ميلمه د اِستِقبال د پاره ښه اهتمام كيږي.
رَمَضَانُ المُبَارَك راتلونكي ده، مونږ له پكار دي چې د دې مباركې مياشت په راتلو باندې هم ښه اهتمام اوكړو، بهتره ده چې د رَمَضَانُ المُبَارَك راتلو نه مخكښې د كور ښه صفائي اوكړے شي، په كور كښې خوشبو اولګولے شي، په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې ښه عبادت كول دي، په كور كښې د استعمال مُصَلّٰى [يعني جائے نمازونه] هم