Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
خلق طعام ډير زيات اوخوري نو سُستي پرې راشي (3) دغه شان د سحر نه پس وخت: په دې وخت كښې عام طور د خوب غلبه وي، د خلقو يو شمير دے چې د سحر لمُونځ اوكړي نو اوده شي حالانكه دا وخت ډير قيمتي دے، د الله پاك آخري نبـي، رسُولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك نه دُعا كړي ده چې اے الله پاكه! زما د اُمَّت د پاره د سحر په وخت كښې بركت وركړې.[1]
عام طور د غفلت په وختونو كښې د عبادت فضائل
بهرحال! د رَمَضَانُ المُبَارَك پوره مياشت د سُستئ او غفلت نه بچ كيدل دي، خاص طور دا درے وختونه كوم چې عام طور په غفلت كښې تيريږي، دا وختونه په عبادت كښې او په ښو كارونو كښې د تيرولو كوشش كول پكار دے * عَلَّامه اِبْنِ رَجْب حَنْبَلـی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هغه وخت چې كله عام طور خلق غافله وي، دغه وخت عبادت كول د الله پاك په نِزد محبوب عمل دے * نور فرمائي: د الله پاك بعض نيك بندګانو به خاص طور د ماښام نه ماسختن پورې لمُونځونه ادا كول او فرمائيل به ئې: دا هغه وخت دے چې خلق عام طور د غفلت ښكار كيږي.[2] * په احاديثو كښې چې د شپې كله خلق اوده شي، دغه وخت لمُونځ كولو خصوصي فضائل راغلي دي، د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: سلام عام كړئ، په خلقو طعام اوخورئ، او د شپې چې كله خلق اوده شي، دغه وخت لمُونځ ادا كړئ نو په