Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
په 31 مارچ، 2022ء د پاكستان هفته وار اجتماعاتو كښې كيدونكے بيان
رَمَضَانُ المُبَارَك څنګه تيره كړو؟
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو پورې چې په جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدلو شرعاً اجازت نشته، البته كه د مخكښې نه مو د اعتكاف نِيَّت كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.
زمونږ د آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مُبارَك دے: بيشكه په ورځ د قيامت به په خلقو كښې ما ته د ټولو نه نِزدې هغه كس وي چا چې په دُنيا كښې په ما باندې په كثرت سره دُرُود شريف لوستلي وي.[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد