Book Name:Ramzan Mubarak Kesay Guzaren
سلامتيا سره به جنَّت ته داخل شئ.[1] * دغه شان په بازار كښې د الله پاك ذِكر كولو فضائل دي، ځكه چې بازار د غفلت ځائ دے.
په بازار كښې د ذِكرُ الله كوونكو بخښنه اوشوه
منقول دي: دوه دوستان وو، هغوئي په بازار تيريدل، يو دوست اووئيل: اوګوره! خلق په اخستلو خرڅولو كښې مشغول دي او د ذِكرُ الله نه غافله دي، راځه! مونږه دلته د الله پاك ذِكر كوو، هغه دواړه يو طرف ته اودريدل او د الله پاك ذِكر ئې شروع كړو، څه موده پس په هغوئي كښې يو دوست وفات شو، دويم دوست هغه وفات شوے دوست په خوب كښې اوليدلو، وفات شوي دوست ورته اووئيل: آيا تا ته پته ده؟ په هغه ورځ چې مونږه دواړه په بازار كښې د الله پاك ذِكر كړے وو، الله پاك په هغه ورځ مونږه دواړه بخښلي وو.[2]
په رَمَضانُ المُبارَك كښې د عام غفلت وختونه څنګه تير كړو؟
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! معلومه شوه هغه وختونه چې كله عام طور خلق په هغې كښې د غفلت ښكار كىږي، هغه وخت عبادت كول زيات خوښ شوي دي، لِهٰذا په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې عام طور په غفلت كښې تيريدونكي وختونو كښې خاص د نيكو جدول جوړول پكار دي. د مازديګر نه پس شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مَدَني مُذاكره فرمائي كومه چې د روژه ماتي پورې جاري وي، ډير خلق د مازديګر نه